۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

په هلمند كي د روشن او بيسيم دفترونه ددولت له لوري وتړل شول



په هلمندكي دروشن اوافغان بيسسم تليفوني شبكو دفترونه په دي موخه وه تړل شول ترڅو په هلمند كي خپل خدمات ۲۴ساعته كړي

تردي دمخه په هلمند كي دروشن اوافغان بيسيم خدماتي شبكو يواځي د ۱۲ ساعتونو لپاره خپل شبكي فعاله كړي وي له نوموړو څخه وه غوښتل شول چي په هلمند كي دي خپل خدمتونو تر۲۴ ساعتونو پوري وه غزوي دهلمندوالي محمد ګلاپ منګل يادو شبكو ته يواختار وركړي وو ترڅو پوري خپلي شبكي يا ۲۴ ساعته خدمات ونه كړي نو ددوي دفترونو سره سم به په هلمند كي ددوي قراردادونه او حتي ددوي ټاورونه هم له دي ځايه څخه لري شي


د هلمند دوالي وياند محمد داود احمدي وايي چي دوي دتيرو څو مياشتوراهيسي په هلمند كي خپل زيګنالونه د هلمند په ولسواليو او خپل لښكرګاه ښار كي قطع كړي دي

دده په وينا كه چيري دغه دواړي شبكي خپل خدمات په لښكرګاه اونورو سيمو كي ۲۴ ساعته نه كړي نو دوي به قراردادونه هم پسخ او ددوي ټاورونه به هم له دولتي ځمكو څخه لري كړي

په هلمند كي دافغان بيسيم او روشن شبكي په هلمندكي د خپلو خدماتو كمول يواځيني علت په هلمند كي امنيتي ستونزي بولي خو نوموړي وايي كه چيري په هلمند كي امنيتي حالت ښه شي نو دوي به خپل خدمتونه په هلمند كي تر۲۴ ساعتونو پوري وه غزوي


په هلمندكي يوشمير ځاي اوسيدونكي وايي دتليفونونو د شبكو له تړلوسره سم به په هلمند كي ددوي كاروبار هم ډير په شاه تګ وكړي ددوي په وينا چي دوي به له يوشمير ستونزو سره هم مخ شي دوي غوښتنه كي چي دغه خدمات د ي دوي د ۲۴ ساعتونولپاره وغزوي

خو بل خوا په هلمند كي يوشميرازاد ژورنالستان وايي چي د شبكو تړل ددوي په وړاندي سختي ستونزي راولاړوي په هلمند كي دازادي راديو خبريال محمد الياس داعي وايي كه څه هم په هلمند كي امنيتي پيښي ډيري او له بلي خوا په ټول هيواد كي يو ډيرستر عمليات پيل شوي چي دوي مجبوره دي چي هره ورځ د پيښو څارنه يواځي له همدي تليفوني اړيكو له لاري وكړي

ديادوني وړده په هلمند كي كه څه هم له يوي خوا ستر عمليات شروع شوي دي او له بلي خوا دولتي چارواكي په هلمند كي د نووسيمو دنيولو سره په سيمه كي د امنيت د ښه كيدو خبر وركوي

خوبيا هم لا اوس په هلمندكي دتليفوني شبكو يو شمير لوړپوړي چارواكي دامنيت د نشتوالي له امله د خپلو شبكو دخدماتودكمولو خبره كوي